کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر لیګ غوره لوبډله کې ۲ افغان لوبغاړي هم شامل دي
راشد خان

د پاکستان سوپر لیګ غوره لوبډله کې ۲ افغان لوبغاړي هم شامل دي

د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالۍ پرون پای ته ورسېدې، چې پایلوبه کې ملتان سلطانز د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې اتلولي خپله کړه.

سږکال په پاکستان سوپر لیګ کې ډېرو افغان لوبغاړو هم ګډون وکړ، چې د خپلو خپلو لوبډلو لپاره ښه وځلېدل، خو دوه يې بیا په غوره لوبډله کې شامل شو.

راشد خان، حضرت الله ځاځی، نور احمد لکڼوال او نجیب الله ځدراڼ د پي ایس ایل په وروستیو نیمه لوبو کې ښه وځلېدل، چې حضرت الله ځاځي درې ځل او راشد خان دوه ځل د غوره لوبغاړي جایزې واخیستې.

همدا راز په لومړیو نیمايي لوبو کې بیا محمد نبي، قېس احمد او مجیب الرحمان هم لوبېدلي و، همدا راز ظاهر خان او وقار سلامخېل هم پي ایس ایل کې ولوبېدل.

حضرت الله ځاځي خو بیا د پېښور زلمي لپاره زبردسته لوبه ترسره کړه او پالوبې ته يې ورسوله، خو پایلوبه کې يې ماتې وخوړه.

د پي ایس ایل په ۱۲ کسیزه غوره لوبډله کې د حضرت الله ځاځي او راشد خان په ګډون نور لاندې لوبغاړي شامل دي:

حضرت الله ځاځی، بابر اعظم، کولین مونرو، سهیب مقصود، محمد رضوان (ویکټ ساتونکی او لوبډلمشر)، اصف علي، وهاب ریاض، راشد خان، حسن علي، شاهین شاه اپریدی، شاهنواز دهاني او جیمس فولکنر.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …