کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ملالې یوسفزۍ هم د کورونا واکسین وکړل
ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ هم د کورونا واکسین وکړل

د نوبیل جایزې کم عمره ګټونکې ملاله یوسفزۍ، چې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي، هم د کورونا ویروس ضد واکسین لومړی ډوز ترلاسه کړ.

په دې اړه ملالې یوسفزۍ په خپل رسمي انسټاګرام اکاونټ کې یو پوسټ کړی دی او ویلي یې دي، چې هغې د فایزر واکسین لومړی ډوز ترلاسه کړ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Malala (@malala)


هغې همدا راز په انسټاګرام کې د کورونا واکسین پر مهال اخیستل شوی عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې د کورونا واکسین وکړئ، خپل ځانونه هم خوندي کړئ او نور هم خوندي کړئ.

ملاله یوسفزۍ چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر تعقیبوونکي لري، په انسټاګرام کې هم د هغې دا عکس او پېغام تراوسه پورې ۱۷۳ زره کسانو لایک کړی دی.

د یادولو وړ ده چې ملالې یوسفزۍ څو ورځې وړاندې له یوې مجلې سره د واده په اړه ځینې خبرې کړې وې، چې له امله یې پر نوموړې سختې نیوکې وشوې.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …