کورپاڼه / خبرونه / نړیوال شل اوریز جام په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، نېټه یې هم اعلان شوه
نړیوال شل اوریز جام

نړیوال شل اوریز جام په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، نېټه یې هم اعلان شوه

نړیوال شل اوریز جام به اوس د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې د اکتوبر په میاشت کې به پیل شي او کوربه توب به یې د هند په غاړه وي.

د اي ایس پي این کریک انفو د راپور په وېنا، د ای سي سي نړیوال شل اوریز جام د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې د هند په کوربه توب پیلېږي، چې پایلوبه به یې د نومبر په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

په نړیوال شل اوریز جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې ګډون لري، خو د کوچنیو لوبډلو ترمنځ به لومړی ځینې  لوبې ترسره شي او بیا به ۱۲ غوره لوبډلې په دوه ګروپونو کې وویشل شي چې د اکتوبر په ۲۴ به د دوی ترمنځ سیالۍ پیل شي.

د نړیوال شل اوریز جام لوبې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظهبي او شارجه کې ترسره کېږي، چې کوربه یې د هند هېواد دی او په اماراتو کې به هم د دوی په کوربه توب ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده چې نړیوال شل اوریز جام په هند کې پلان شوی و، خو هلته د کورونا ویروس د پېښو له امله چې د ای پي ایل سیالۍ هم وځنډېدې، نو نړیوال شل اوریز جام هم متحده عربي اماراتو ته انتقال شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …