کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز د خپلې لوبډلې د اتلولۍ خپلولو وروسته څه وايي؟
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د خپلې لوبډلې د اتلولۍ خپلولو وروسته څه وايي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز چې د پاکستان سوپر لیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېده، د هغوی لوبډلې تېره ورځ پېښور زلمي ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د پي ایس ایل اتلولي خپله کړه.

رحمان الله ګربز په خپل یو پوسټ کې د اتلولۍ نه وروسته اخیستل شوي عکسونه خپاره کړي دي او ملتان سلطانز ته یې په دې اتلولۍ خپلولو مبارکي ورکړې ده. هغه لیکلي دي، چې زبردست کم بېک وشو او ټرافي زموږ شوه.

هغه په خپل پوسټ کې لیکي، چې په پي ایس ایل کې لومړۍ لوبه ترسره کول او بیا اتلولي خپلول دا زما لپاره یوه زبردسته تجربه وه، زه د لوبډلې له منیجمنټ څخه او د مینه والو څخه مننه کوم چې د هغوی ملاتړ له موږ سره و، د دوی له ملاتړ نه پرته دا ممکن نه وه.

د یادولو وړ ده چې د ملتان سلطانز لوبډلې په کراچۍ کې یوازې ۱ لوبه ګټلې وه، خو په ابوظهبي کې یې بیا ډېرې ښې لوبې ترسره کړې او په لومړي ځل یې د پاکستان سوپر لیګ اتلولي خپله کړه.

رحمان الله ګربز چې په لومړي ځل پاکستان سوپر لیګ کې لوبېده، د ملتان سلطانز لوبډلې سره یوازې په یوه لوبه کې ولوبېده او په بله لوبه کې یې د لوبېدو چانس ترلاسه نه کړ.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …