کورپاڼه / جالب / هغه ښځه چې له ډولفن سره یې واده کړی و، کونډه شوه
ډولفین ماهي او برېتانوۍ ښځه

هغه ښځه چې له ډولفن سره یې واده کړی و، کونډه شوه

هغه برتانوۍ ښځه چې اسراییلو ته تللې وه او هلته یې له یو نر ډولفن سره واده کړی و د ډولفن د مړ کېدو نه وروسته دغه ښځه کونډه شوې ده.

د ډېلي سټار وېبپاڼې د راپور په وېنا، ۲۷ کلنه میلیونره نجلۍ چې شیرون ټینډلر نومېږي، د سنډي په نوم یو نر ډولفن سره واده کړی و. هغه یو ځل د چکر لپاره اسراییل ته تللې وه، هلته یې دا ډولفن لیدلی و او پرې مینه شوې وه، چې بیا د دې ډولفن د لیدو لپاره څو څو ځل اسراییل ته لاړه.

تېر کال بیا نوموړې په یوې کوچنۍ غونډې کې له سنډي سره واده وکړ. د واده په وخت شیرون سپين د واده کالي اغوستي او سنډي ته یې غاړه هم ورکړه چې د خپلې مینې څرګندونه یې ورسره وکړه، خو له بده بخته، د دواړو واده یوازې څو میاشتې دوام وکړ او د سنډي په نوم ډولفن مړ شو.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د سنډي په نوم دا ډولفن ۴۰ کلن و، ډاکټران وايي چې د سنډي په معده کې ستونزه پېدا شوې وه او د هغې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شیرون د خپل خاوند د مړینې په اړه وايي، چې هغه زما ژوند و، ما له هغه سره بې حده زیاته مینه کوله، خلک نن هم له سنډي سره زما مینه ښه نه ګڼي، خو زه هغوی ته وایم چې زما مینه پاکه وه او هېڅ بده خبره پکې نه وه، ما له هغه سره همداسې مینه کوله لکه څنګه چې یوه ښځه له یو نارینه سره مینه کوي، زموږ مینه ډېره پاکه مینه وه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …