کورپاڼه / بېلا بېل / د واده په ورځ د خسر کور ته له رسېدو سره سم ناوې هلک په څپېړه وواهه او بېرته د پلار کور ته لاړه
واده، ناوې او هلک

د واده په ورځ د خسر کور ته له رسېدو سره سم ناوې هلک په څپېړه وواهه او بېرته د پلار کور ته لاړه

د واده نه څه وخت وروسته د خاوند او ښځې ترمنځ د شخړو او جنګ جګړو کیسې خو عادي خبرې دي، خو د واده په ورځ د خسر کور ته له رسېدو سره سم خاوند په څپېړه وهل او د ناوې بېرته د خپل پلار کور ته تګ ډېر نا اشنا پېښه ده.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د هند د جونپور ښار کې دا پېښه رامنځته شوې ده، چې ناوې د خسر کور ته له رسېدو سره سم خپل خاوند په څپېړه وهلی او بېرته د خپل پلار کور ته تللې ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د د لواین په نوم کلي ته چې کله ورا ورسېده، نو ناوې د موټر څخه د راکوزېدو سره سم خپل خاوند په څپېړه وواهه، بیا یې د واده جوړه بدله کړه او بېرته په بل موټر کې د پلار کور ته لاړه.

د دې پېښې خبر شاوخوا ډېر په چټکۍ سره خپور شو او د نجلۍ خسرګنۍ هېڅ پوه نه شول، چې ناوې ولې داسې کار وکړ، نو له دې امله یې ځايي حوزې ته مراجعه وکړه، تر څو دا کیسه معلومه کړي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د لومړنیو څېړنو څخه معلومه شوې ده، چې دغه ناوې ته د واده په ورځ معلومه شوې وه، چې د هغې خاوند له یوې بلې نجلۍ سره هم یارانه لري، نو په غبرګون کې یې هغې دا کار وکړ.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …