کورپاڼه / بېلا بېل / یو مشتري، ګارسون ته د ۱۶ زره ډالرو بخشش په ورکولو سره خلک حېرانه کړل
رسټورانټ

یو مشتري، ګارسون ته د ۱۶ زره ډالرو بخشش په ورکولو سره خلک حېرانه کړل

په نوي همپشایر کې د (سټمبل ان بار اینډ ګرل) په نوم یو رسټورانټ هغه وخت د خلکو پام خپل کړ، چې دغلته یو ورغلي کس ګارسون ته په بخشش کې بېخي ډېرې پېسې ورکړې.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، رسټورانټ ته یو کس راغی او خوراک یې وکړ چې ۳۷ ډالر بل یې جوړ شو، هغه چې کله خواړه ختم کړل نو د بل غوښتنه یې وکړه، کله چې هغه بل یاد کس ته ورکړل، نو هغه ورته درې ځلې دا خبره وکړه: ((دا پېسې په یو کس مه مصرف کوه.))

د رسټورانټ مالک مایک وايي، کله چې ګارسون دا خبره واورېده، نو بل ته یې پام وکړ سخت زیات حېران شو، ځکه دغه کس ۱۶ زره امریکايي ډالر بخشش ورکړی و، چې په افغانیو کې له ۱.۲ میلیونو افغانیو څخه زیاتې راځي.

مایک چې کله ډېر په حېرانۍ دغه کس ته وکتل، نو هغه ورته وویل، چې تاسې ډېر زیار باسئ او زه غواړم چې دا ته واخلې. د رسټورانټ مالک وايي، هغه داسې فکر وکړئ، چې دغه کس به دا کار د ټوکې په ډول کړی وي، خو هغه ټوکه نه وه، بلکې په حقیقت کې یې دومره بخشش ورکړی و.

دغه کس د رسټورانټ له مالک څخه دا غوښتنه هم کړې وه، چې د هغه نوم دې چاته نه اخلي. د یاد خبر له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغه کس ډېره ستاینه شوې ده.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …