کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه ساینسپوه چې له چونګښو سره د هغوی په ژبه (ټر ټر) خبرې کوي
پروفېسر ماهوني

هغه ساینسپوه چې له چونګښو سره د هغوی په ژبه (ټر ټر) خبرې کوي

د اسټرالیا په نیوکاسل پوهنتون کې یو سیانسپوه پروفېر مایکل ماهوني له چونګښو سره د خبرو کولو وړتیا لري او هغه د هغوی په څېر (ټر ټر) باندې له چونګښو سره خبرې کوي او کله چې چونګښې بېرته په (ټر ټر) کې ځواب ورکړي، نو هغه ډېر خوشحالېږي.

یاد ساینسپوه د چونګښو د غږونو داسې زبردست نقل کوي، چې په خپله چونګښې هم ورته حېرانې پاتېږي کېږي او د هغه د (ټر ټر) کولو وروسته چونګښې هم ځواب ورکوي. ۷۰ کلن پروفېسر ماهوني د خپلې دې وړتیا کارولو له امله په خپل اوږد کیریر کې د چونګښو ۱۵ ډولونه هم پېدا کړې دي.

پروفیسر ماهوني له (رویټرز) سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، کله چې چونګښو ته غږ کوم او هغوی بېرته ځواب راکوي، نو ډېر خوشحالېږم، خو دا ویره هم راسره وي، چې چونګښې غلې نه شي.

هغه وویل، چې په اسټرالیا کې د چونګښو ۲۴۰ ډولونه ژوند کوي، په دې کې بیا ۳۰ سلنه داسې دي، چې د موسمي بدلون، ناروغۍ او د قدرتي پناه ځایونو د له منځه تلو له امله د دوی نسل هم د ختمېدو له خطر سره مخ دی.

په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې چې د اسټرالیا په ځنګل کې کوم اور لګېدلی و، په هغې کې شاوخوا ۳ میلیارده ځناور هم مړه شوي و، چې په دې کې لږ تر لږه ۵۰ میلیونه چونګښې هم شاملې وې.

پروفیسر ماهوني په دې پوخ عمر کې هم خپلو شاګردانو ته د چونګښو طریقې او د هغوی په ډول د غږونو کولو چل ورزده کوي. خو تراوسه پورې د هغه کوم شاګرد په دې نه دی توانېدلی چې د چونګښو په ژبه پوه شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …