کورپاڼه / خبرونه / ارون فنچ: نړیوال شل اوریز جام لپاره ښايي ځینې لوبغاړي وانخیستل شي
ارون فنچ

ارون فنچ: نړیوال شل اوریز جام لپاره ښايي ځینې لوبغاړي وانخیستل شي

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړي چې ویسټ انډیز ته په سفر کې نه دي شامل، ښايي په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې هم د هغوی ګډون ګران شي.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ارون فنچ وايي، چې دوی ښايي د نړیوال شل اوریز لپاره د ځینو لوبغاړو په اړه بېخي فکر ونه کړي، بلکې ټیم کې به هغه لوبغاړي واخیستل شي چې پرفارمنس وکړي.

هغه زیاته کړه، کوم لوبغاړي چې ویسټ انډیز ته په سفر کې ځي، نو لومړی موقع به هم همدغه لوبغاړو ته ورکول کېږي، که دوی ښه پرفارمنس وکړي، نو په ځای یې بیا نور لوبغاړي اخیستل ګرانه خبره ده.

ارون فنچ په خپله مرکه کې وویل، چې په ویسټ انډیز او بنګله دېش کې کنډیشن یو ډول دی، نو هڅه به وکړو چې ښې لوبې ترسره کړو.

د یادولو وړ ده چې د اسټرالیا لوبډلې ډیویډ وارنر، ګلین میکسویل، پاټ کومنز، مارکس سټوینیس هغه لوبغاړي دي چې د ویسټ انډیز سفر کې نه دي شامل، همدا راز کین ریچارډسن او جی ریچارډسن هم په دغه سفر نه ځي او سټیو سمیت بیا ټپي دی، نو هغه هم له یاد سفر څخه پاتې دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …