کورپاڼه / هنر او کلتور / په اسما اخلاص د افغانانو سختې نیوکې، خو ولې؟
اسما اخلاص

په اسما اخلاص د افغانانو سختې نیوکې، خو ولې؟

د کوزې پښتونخوا د کاټلنګ سیمې اوسېدونکې یوه پېغله شاعره اسما اخلاص چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر مینه وال لري او ډېره مشهوره شوې ده، د افغانانو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

اسما اخلاص چې د خپلو شعرونو له امله په لږ وخت کې ډېره مشهوره شوه، یوازې په فېسبوک کې له ۱ میلیون څخه زیات تعقیبوونکي لري.

هغه چې په فېسبوک او ټک ټاک کې ډېره فعاله ده او هره ورځ ډېر پوسټونه کوي، په خپله فېسبوکپاڼه کې یې یو داسې عکس خپور کړی دی، چې له امله یې د افغانانو له نیوکو سره مخ شوې ده او ډېرو ورته لیکلي دي، چې د هغې پاڼه یې بېرته ان فالو کړه.

دغه عکس چې اسما اخلاص یو ساعت مخکې په فېسبوک کې خپور کړی دی، د پاکستان بېرغ په کې لیدل کېږي، چې په یو بکس کې بند دی او اسما اخلاص دغه بکس باندې لاسونه ایښي او د پاکستان بېرغ ته ګوري.

هغې له دې عکس سره یو شعر هم لیکلی دی: ((خلک لاس پورته کړي دعا د جنتونه غواړي + ما د هر څه په بدل ستا د مینې سوال کړی دی.)) او دې سره یې ورته (انتخاب) شعر هم لیکلي دي.

د هغې په دې عکس تراوسه پورې زر تبصرې شوې دي، چې ډېری پکې د افغانانو دي او په هغې یې سختې نیوکې کړې دي. ډېری افغانانو ورته لیکلي دي، چې اخر یې هم خپل ګلخانیتوب ثابت کړ او له دې وروسته د دوی له خوا یې پاڼه ان فالو شوه، چې نور به هغه نه تعقیبوي.

ډېری کسانو ورته لیکلي دي، چې څه وخت دې د ښه سړیتوب تمثیل وکړ، خو اخر دې هم خپل اصلیت ښکاره کړ، نو ځکه نور به یې دوی نه تعقیبوي. ډېری کسانو ورته په تبصرو کې سکرین شاټونه هم اچولي دي، چې پکې لیدل کېږي د اسما اخلاص پاڼه یې ان فالو کړې ده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …