کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپریدی: غواړم د پي ایس ایل په خپل وروستي پړاو کې د کوټې لپاره ولوبېږم
شاهد اپریدی

شاهد اپریدی: غواړم د پي ایس ایل په خپل وروستي پړاو کې د کوټې لپاره ولوبېږم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او الراونډر لوبغاړی شاهد خان اپریدی چې په پي ایس ایل کې د نوې اتلې لوبډلې ملتان سلطانز لپاره لوبېږي، وايي هیله یې ده چې د پي ایس ایل خپل وروستی پړاو لیګ د کوټې ګلیډیټرز لپاره ولوبوي.

هغه په خپله یوه مرکه کې وویل، چې زه اوس د ملتان سلطانز لوبډلې برخه یم، خو که دوی ماته اجازه راکړه، نو زه غواړم چې وروستی لیګ مې د کوټې ګلیډیټرز لپاره ترسره کړم.

د یادولو ده چې شاهد اپریدي سږکال د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د ملا د درد له امله په نیمايي کې بهر شوی و، خو د هغه اړوند لوبډل ملتان سلطانز په پایلوبه کې پېښور زلمي ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې اتلولي خپله کړه.

هغه وویل، چې زه په پایلوبه کې نه وم، خو له محمد رضوان، صهیب مقصود او شان مسعود سره په اړیکه کې وم، ما د هغوی لارښوونه کوله او خپلې تجربې مې هم ورسره شریکولې.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې په ابوظهبي کې ترسره شوې، چې یو شمېر افغان لوبغاړي هم پکې شامل و، چې له ډلې یې حضرت الله ځاځی، راشد خان، نور احمد لکڼوال او نجیب الله ځدراڼ ښه وځلېدل.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …