کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان په خپل ۳۰ کلن فلمي کیریر کې د کامیابۍ او ناکامۍ څخه څه زده کړي؟
انوشکا شرما، شاه رخ خان او کترینه کیف

شاه رخ خان په خپل ۳۰ کلن فلمي کیریر کې د کامیابۍ او ناکامۍ څخه څه زده کړي؟

د هندي سینما مخکښ او نومیالی هنرمند ۵۵ کلن شاه رخ خان چې په کنګ خان یا پاچا خان هم پېژندل کېږي، په هندي سینما کې یې درې لسیزې پوره شوې او نوموړي په ټویټر کې د مینه والو پوښتنو ته په ځوابونو کې دا هم وویل چې په دې ۳۰ کلونو کې یې د خپل فلمي کیریر څخه څه زده کړي دي.

شاه رخ خان په د ۱۹۸۰یمې لسیزې په وروستیو کلونو کې په ټلویزیوني سریالونو کې کار پیل کړی و، خو په ۱۹۹۲ کال کې د هغه لومړنی فلم (دیوانه) نندارې ته وړاندې شو، د هغه ښه بخت دی چې د لومړي فلم له کامیابۍ وروسته یې پرلپسې ښه فلمونه ترلاسه کړل، هغه په لومړي کال کې په راجو بن ګیا جنټلمین، چمتکار او مایا میم صاب فلمونو کې کار وکړ.

ورپسې کال د هغه لپاره لا ډېر ښه ثابت شو، ځکه چې د بازیګر او ډر په څېر فلمونو کې یې کار وکړ، همدا راز له هغه وروسته کلونو کې یې د انجام، کرن ارجن، دلوالی دلهنیا لی جاینګی، رام جانی، چاهت او کویله په څېر کامیابو فلمونو کې هم کار وکړ. په راتلونکې لسیزه کې بیا شاه رخ خان د هندي سینما یو نومیالی هنرمند شو چې د کنګ خان لقب یې هم خپل کړ.


شاه رخ خان په هندي سینما کې د درې لسیزو په پوره کېدو د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او وې ویل چې په ۵۵ کلن عمر کې یې تر ټولو ښه کلونه هغه دي، چې په بالي ووډ سینما کې یې تېر کړي دي.

هغه په ټویټر کې په خپل یو ټویټ کې له مینه والو څخه د هغوی د مینې مننه وکړه او ورته یې وویل چې د ۱۵ دقیقو لپاره هغه د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

شاه رخ خان وویل، چې په دې ۳۰ کلونو کې ورته دا معلومه شوه، چې کوم کس په کار نه پوهېږي، هغه له ښه نه ښه کار کولی شي. نوموړي دا هم وویل، چې په وروستیو کې یې دا زده کړل، چې د کارونو تر څنګ باید خپلې کورنۍ ته هم ډېر وخت ورکړي، ځکه چې وخت بېرته نه راګرځي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …