کورپاڼه / اسعار / ۵ سرطان ۱۴۰۰: د ډالر نرخ یو څه بېرته ارزانه شو
امریکايي ډالر

۵ سرطان ۱۴۰۰: د ډالر نرخ یو څه بېرته ارزانه شو

امریکايي ډالر چې د افغانیو پر وړاندې ډېر پورته شوی و، بېرته یو څه ارزانه شوی دی، خو اوس هم یو امریکايي ډالر په ۷۹ افغانۍ دی. د پنجشنبې په ورځ ډالر په ۷۹.۱۵ افغانۍ و او د چارشنبې په ورځ بیا ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۲۰ افغانۍ و.

د سرای شهزاده د معلوماتو له مخې، نن (۵ سرطان ۱۴۰۰ \ ۲۶ جون ۲۰۲۱) د شنبې په ورځ ۱ امریکایي ډالر په ۷۹ افغانۍ دی، خو د ورځې په جریان کې هم نرخ ښکته او پورته ځي.

په نورو اسعارو کې د پاکستان ۱۰۰۰ کلدارې په ۴۹۶ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ کلدارې په ۱۰۷۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د چین ۱ ین په ۱۱.۶۰ افغانۍ، د روسې ۱ روبل په ۱ افغانۍ او د ترکیې ۱ لېره په ۹.۴۰ افغانۍ دي.

د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۰.۸۰ افغانۍ، د بحرېن ۱ دینار په ۱۹۸ افغانۍ، د قطر ۱ ریال په ۱۹.۷۰ افغانۍ، د کویټ ۱ دینار په ۲۵۶ افغانۍ او د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۱.۳۵ افغانۍ دي.

همدا راز ۱ یورو په ۹۴.۳۰ افغانۍ، ۱ انګلیسي پاونډ په ۱۰۷.۸۰ افغانۍ، ۱ سویسي فرانک په ۸۴ افغانۍ، ۱ اسټرالیايي ډالر په ۵۸.۶۰ افغانۍ او ۱ کاناډايي ډالر په ۶۲.۵۰ افغانۍ دي.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …