کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهورې هندۍ اداکارې د بالي ووډ رازونه افشا کړل
منیشا لامبا

مشهورې هندۍ اداکارې د بالي ووډ رازونه افشا کړل

د هندي سینما مشهورې اداکارې منیشا لامبا په خپله یوه مرکه کې د بالي ووډ رازونه افشا کړي دي، چې په دغه سینما کې له نویو نجونو سره څه ډول چلند کېږي او څه ډول غوښتنې ترې کېږي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، منیشا لامبا په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي دي، چې په بالي ووډ کې د هغې د کیریر په پیل کې ترې خلکو د شپې تېرولو غوښتنې کولې.

نوموړې زیاتوي، ډېرو فلم جوړونکو رانه دا ډول غوښتنې کولې، ځینو به راته زنګونه وهل او راته به یې وویل، چې که څه هم فلم لا نه دی بشپړ شوی، خو د ماښام ډوډۍ لپاره کور ته راشه، چې په دې اړه خبرې وکړو، خو ما به تل دا کوشش کولو، چې د چا کور ته لاړه نه شم، بلکې د هغوی په دفتر کې ورسره ووینم.

منیشا لامبا وايي، ډېر ځل رانه فلم جوړونکو مخامخ د شپې تېرولو او ورسره د څملاستلو غوښتنې وکړې، خو ما به تل داسې چلند کاوه، چې زه هېڅ په دې خبرو نه پوهېږم یا یې بېخي نه اورم، چې له دې امله په ځینو فلمونو کې چې د کار کولو خبره مې ورسره شوې وه، هم په بېلا بېلو بهانو وویستل شوم.

د یادولو وړ ده چې منیشا لامبا لومړنۍ هندۍ اداکاره نه ده چې په دې اړه غږېږي، بلکې تر هغې مخکې هم ډېرو ښځینه اداکارانو په دې اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې په هندي سینما کې ډېر فلم جوړونکي تازه راغلې نجونې یوازې په دې موخه په فلمونو کې اخلي، چې له هغوی سره شپې تېرې کړي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …