کورپاڼه / خبرونه / ((باید روهیت شرما د شل اوریزو لوبډلمشر وټاکل شي))
مونټي پنیسار او روهیت شرما

((باید روهیت شرما د شل اوریزو لوبډلمشر وټاکل شي))

د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه کې د نیوزیلېنډ له لاسه د ماتې خوړلو وروسته یو ځل بیا د هند کرکټ ملي لوبډلې د کپتانۍ په اړه بحثونه پیل شوي دي.

اوس د انګلستان پخواني سپینر مونټي پنیسار هم په دې اړه غږېدلی دی او ویلي یې دي، چې روهیت شرما باید د هند کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شي.

په دې بحثونو کې دا هم ویل کېږي، چې انګلستان، اسټرالیا، سریلانکا، ویسټ انډیز، بنګله دېش او افغانستان له یو زیات لوبډلمشران لري، خو هند، پاکستان او نیوزیلېنډ بیا د ټولو بڼو لپاره ۱-۱ لوبډلمشر لري.

ویراټ کوهلي چې د هند یو له مخکښو کپتانانو څخه دی، خو د ای سي سي په جامونو کې د هغه ریکارډ ښه نه دی او په مهمو لوبو کې یې لوبډله له ماتې سره مخ شوې ده، خو بلخوا روهیت شرما چې په ای پي ایل کې د ممبۍ انډینز لوبډلمشري کوي، پنځه ځل یې دغه لوبډله اتلولۍ ته رسولې ده.

پنیسار وايي، چې د هند کرکټ بورډ باید د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر روهیت شرما وټاکي، ځکه چې هغه په ای پي ایل کې ډېر ښه ثابت شوی دی او ممبۍ یې تر ټولو زیات ځل اتلولۍ ته رسولې ده.

هغه وايي، کله چې په ټېسټ لوبو کې هندۍ لوبډله پرفارم ونه کړي نو ویراټ کوهلي تر فشار لاندې راځي او بیا تاسو ټولو ته معلومه ده چې څه چل کېږي، لکه د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه کې چې مو ولیدل.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …