کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مولانا فضل الرحمان سخت ناروغ او په روغتون کې بستر دی
مولانا فضل الرحمان

مولانا فضل الرحمان سخت ناروغ او په روغتون کې بستر دی

د پاکستان د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له سختې ناروغۍ  څخه کړېږي چې د اسلام اباد په یو روغتون کې بستر شوی دی.

مولانا فضل الرحمان یو له هغه پاکستاني ملایانو څخه دی، چې تل یې په افغانستان کې د جنګ ملاتړ کړی دی او د دې لپاره یې دلیلونه پېدا کړي دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند اسلم غوري که څه هم دا نه دي ویلي، چې مولانا فضل الرحمان څخه ناروغي لري، خو هغه ویلي و چې له تېرو دوه ورځو راهیسې یې سخته تبه وه، چې له امله یې روغتون ته یوړل شو او اوس هلته بستر دی.

ځینو پاکستاني رسنیو د مولانا فضل الرحمان په اړه ویلي دي، چې هغه د کورونا ویروس ناروغۍ باندې اخته دی او د ډاکټرانو تر سخت څار لاندې یې درملنه روانه ده.

د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند بیا د خپل ګوند له غړو او د مدرسو له طالبانو څخه غوښتنه کړې ده، چې د مولانا فضل الرحمان د روغتیا لپاره دې دعاوې وکړي، تر څو په روغتون کې یې حالت بېرته راښه شي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …