کورپاڼه / ليکنې / نه پوهېږم | ژباړه: ذبیح الله بیان
نه پوهېږم، ذبیح الله بیان

نه پوهېږم | ژباړه: ذبیح الله بیان

د نړیوالې ټولنپوهنې مضمون ازموینه مو درلوده. استاد صنف ته راغی. موږ ټول په دې اند وو، چې په پوښتنو کې به لس پوښتنې خامخا د هېواد د تاریخ په اړه راغلې وي.

خو ډاکټر بني احمد یوازې یوه پوښتنه راکړه او نور ولاړ. د یعقوب لیث صفار مور د څه شي له امله په تاریخ کې ډېره یاده شوې ده….؟

له هر یو نه مې چې پوښتنه وکړه، ځواب یې نه و زده. نقل آزاد و ځکه چې استاد نه و، خو هېچا هم د پوښتنې ځواب نه درلوده. دوه ساعته مو د دې ښځې برجسته اوصاف ذکر کړل، چې د تورې وهل، سرتېرو ته د خواړو پخول، عبادات کول، په جنګ کې لارښودنه او…. مو پکې ذکر کړل.

استاد دوه ګړۍ وروسته راغی او پارچې یې جمعه کړې.

د ۱۳۵۶ د سرطان په ۱۳مه ورځ د نړیوالې ټولنپوهنې د ازموینې د نومرو کتلو ته لاړو. ټولو ته یې پارچه باندې صفر لیکلی و او ناکام کړي یې وو. د اعتراض لپاره د استاد راتګ ته منتظر شو، استاد راغی او ویې ویل: کوم کس اعتراض لري؟!

موږ ټولو وویل: هو! ویې ویل: ښه نو ولې مو سم ځواب نه و لیکلی؟! ومو ویل: سم ځواب څه و، استاده؟

ویې ویل: په هېڅ یوه تاریخي کتاب کې د یعقوب لیث صفار د مور په اړه څه نه دي ذکر شوي، نو سم ځواب «نه پوهېږم» و. تاسو ټولو پنځه، پنځه مخه ځواب لیکلی و، خو یو هم دا شهامت نه و ښودلی چې ولیکي «نه پوهېږم»!

هغه ملت چې په هر څه پوهېږي، ناپوه ملت دی. ځئ لاړ شئ د «نه پوهېږم» له ښکلې کلیمې سره ځان بلد کړئ، کنه سبا به د ناپوهۍ په ستره لومه کې بند پاتې شئ….

موږ د خپلې ناپوهۍ ښکار شوي یو.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …