کورپاڼه / اسلام / هغه مشهور حدیثونه چې صحیح نه دي
هغه مشهور حدیثونه چې صحیح نه دي

هغه مشهور حدیثونه چې صحیح نه دي

حدیث: ((من عيَّر أخاه بذنب، لم يمتْ حتى يعمله.)) مانا: چا چې خپل ورور ته پر ګناه پېغور ورکړ نو تر هغې به مړ نه شي چې دغه ونه کړي. درجة: دا موضوعي حدیث دی، یانې له ځانه چا جوړ کړی دی.

حدیث: ((المعِدة بيت الداء، والحمية رأس الدواء.)) مانا: معده د ناروغۍ کور دی، او پرهېز د هر درمل سر دی. درجة: دا اصلا حدیث نه دی د کوم حکیم خبره ده.

حدیث: ((إن عبدالرحمن بن عوف يدخل الجنة حبوًا.)) مانا: ابو عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه به جنت ته په خاپوړو ننوځي.  درجة: دا اصلا حدیث نه دی درواغ دي.

حدیث: ((لا يُسْألُ الرجُلُ: فيِمَ ضرَبَ امرأتَهُ.)) مانا: له سړي څخه به دا پوښتنه ونه شي، چې ولې دې خپله ښځه وهلې ده. درجة: ضعيف دی.
وهذا إسناد ضعيف بسبب عبد الرحمن المسلي ، لم يوثقه أحد من أهل العلم ، بل نقل ابن حجر في ” تهذيب التهذيب ” (6/304) عن أبي الفتح الأزدي إيراده له في ” الضعفاء ” وقوله عنه : فيه نظر

حدیث: ((يؤتَى بالقاضي العدْلِ يومَ القيامة،ِ فيَلقَى مِن شدَّةِ الحسابِ ما يَودُّ أنَّهُ لم يقْضِ بيْن اثنيْنِ في تمرةٍ.)) مانا: یو عادله قاضي به د قیامت پر ورځ راوستل شي، نو د دومره سخت حساب سره به مخامخ شي چې خوښه به ګڼي کاش چې د یوې کجورې په اړه یې هم د دوه کسانو تر منځ فیصله نه وی کړې. درجة: ضعيف دى، ځکه عِمْرَانَ بْنِ حِطَّانَ، صَالِحُ بْنُ سَرْجٍ مِنْ عَبْدِ الْقَيْسِ، عُمَرُو بْنُ الْعَلاءِ الْيَشْكُرِيُّ. راویان په کې دي او ضعیف دي.

د (صحیح حدیث پښتو) فېسبوکپاڼې څخه په مننه، دا حدیثونه ستاسې سره په خپلواک وېبپاڼه کې شریکوو.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …