کورپاڼه / بېلا بېل / د خپلې مینې د ساتلو لپاره یې ۱۲۳ ورځې په هتکړیو کې لاس تړلې تېرې کړې، خو اخر یې هم لارې جدا شوې
د اوکراین عاشقان

د خپلې مینې د ساتلو لپاره یې ۱۲۳ ورځې په هتکړیو کې لاس تړلې تېرې کړې، خو اخر یې هم لارې جدا شوې

د اوکراین یو هلک او نجلۍ غوښتل چې خپله مینه یا تړون ختم نه کړي او ژوندی یې وساتي تر څو واده وکړي، خو د دواړو ترمنځ اړیکې سمې نه وې او د دې لپاره یې جالب کار وکړ، خو بیا هم بریالي نه شول.

دغه هلک الیګزنډر کوډلي نومېږي او نجلۍ ویکټوریا نومېږي، دواړو پرېکړه وکړه چې تر سلو زیاتې ورځې به د یو بل لاسونه په هتکړیو کې تړلي وي او وخت به تېروي، تر څو د خپل راتلونکي ژوند پرېکړه په دې ډول وکړي.

دواړو چې خپل لاسونه یې په هتکړۍ تړلي و او هر څه یې ګډ سره کول، ۱۲۳ ورځې یې په دې ډول تېرې کړې او بالاخره هم بریالي نه شول، چې د لاسونو خلاصولو پرېکړه یې وکړه او خپلې لارې یې جدا کړې.

هتکړیو کې تړلي انډیوالان

ویکټوریا د لاسونو څخه د هتکړۍ لیرې کولو وروسته د ډېرې خوشحالۍ چیغه ووهله او وې ويل چې اوس نو ازاده ده او خپلې دغه تجربې ته یې نور د پای ټکی کېښود.

په دې شاوخوا څلورو میاشتو کې چې دوی په هتکړۍ تړل شوي و، هر څه یې ګډ کول، ان تشناب ته هم یو ځای تلل، کار ته هم یو ځای تلل او نور هر څه یې یو ځای کول.

الیګزنډر د هتکړیو له لیرې کولو وروسته وویل، چې زموږ دواړو فکرونه یو ډول نه دي، موږ بېخي بدل یو. همدا راز ویکټوریا وايي، چې  موږ ۲۴ ساعته یو ځای و، خو د الیګزنډر له خوا به راته هېڅ پام نه کېده. هغې وویل، چې دا زموږ یوه ناکامه تجربه وه او وه مو نه شول کولای چې خپله یارانه یا تړون وساتو، زه هیله کوم چې د اوکراین نورې جوړې له داسې حالت نه تېرې نه شي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …