کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان: کوچنیوالي کې زما نوم عبدالرحمان و
شاه رخ خان

شاه رخ خان: کوچنیوالي کې زما نوم عبدالرحمان و

د هندي سینما مشهور او مخکښ هنرمند شاه رخ خان ویلي دي چې په کوچنیوالي کې د هغې نیا د هغې نوم عبدالرحمان ایښی و، چې وروسته بیا بدل کړای شو.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، شاه رخ خان په دې اړه د انوپم کهیر په خپرونه کې خبرې کړې وې او خلکو ته یې د خپل دغه لومړني نوم په اړه معلومات ورکړي و.

په خپرونه کې له شاه رخ خان نه پوښتنه وشوه، چې ایا ته د عبدالرحمان په نوم کوم کس پېژنې؟ نو شاه رخ خان یې په ځواب کې وویل چې زه په دې نوم کوم کس نه پېژنم، خو زما نیا په کوچنیوالي کې زما نوم عبدالرحمان ایښی و.

د مرکې پر مهال شاه رخ خان وویل، چې زما دا نوم هېچېرته هم راجستر شوی نه و، خو نیا مې غوښتل چې زما همدا نوم وي، چې اوس ماته هم ډېر عجیبه ښکاري، خو وروسته بیا زما پلار زما نوم بدل کړ او شاه رخ خان نوم یې راباندې کېښود.

د یادولو وړ ده چې په هندي سینما کې د شاه رخ خان درې لسیزې یا ۳۰ کاله پوره شو، چې هغه د درې لسیزو په پوره کېدو په ټویټر باندې د مینه والو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …