کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ښار چې سېلانیان پکې د یوې ورځې لپاره له ځايي نجلۍ\هلک سره واده کولی شي
ایمسټرډام کې د یوې ورځې واده

هغه ښار چې سېلانیان پکې د یوې ورځې لپاره له ځايي نجلۍ\هلک سره واده کولی شي

د نیدرلېنډز مشهورو ښار ایمسټرډام کې اوس سېلانیانو ته اجازه ورکول کېږي، چې د ځايي کسانو سره د یوې ورځې لپاره واده وکړي. د دې کار هدف دا دی، چې په دغه ښار باندې د زیاتېدونکو سېلانیانو د منفي اغېزو مخه ونیول شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، ایمسټرډام ته هر کال ۱۹ میلیونه سېلانیان ورځي او راتلونکو لسو کلونو کې به دا شمېر ۳۰ میلیونو ته ورسېږي، خو په دغه ښار کې بیا ځايي خلک ۱ میلیون دي، چې د سېلانیانو نه ډېر خوشحاله نه دي او له همدې امله په ایمسټرډام کې داسې غورځنګ جوړ شوی، چې سېلانیان په دغه ښار کې ښو کارونو ته متوجې کړي.

د دې غورځنګ د نورو کارونو تر څنګ یو کار دا هم دی چې سېلانیان د یو ځايي نجلۍ\هلک سره د یوې ورځې لپاره واده وکړي، دا واده به د ځايي کلتور سره سم کېږي، غونډه به ورته جوړېږي، یو بل ته به ګوتمې اچول کېږي، ژمنې به له یو بل سره کوي، د واده کالي به د دواړو په غاړه وي او په دې ټول هر څه باندې به ۳۵ دقیقې وخت لګېږي، چې له هغه وروسته بیه دواړه د (هني مون) لپاره د ایمسټرډام یوې داسې سیمې ته تللی شي، چېرته چې ډېر بېروبار نه وي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دا د یوې ورځې واده به قانوني بڼه نه لري، بلکې یوازې د دغه ټولنې یا غورځنګ له خوا به ترسره کېږي، تر څو سېلانیان د ځايي خلکو سره پراخې اړیکې ولري او نه یوازې د دغه ښار په اړه معلومات ترلاسه کړي، بلکې د خلکو په اړه یې هم ډېر معلومات ترلاسه کړي.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې له هلک\نجلۍ سره له واده کولو وروسته دواړه کوم داسې پارک یا سیمې ته ځي، چېرته چې د خلکو تګ ډېر نه وي، او دا چاره به راتلونکې اونۍ په ایمسټرډام کې پیل شي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …