کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ ۳ اونۍ وروسته سمیع الله شینواري ته اجازه ورکړه چې لوبغالي ته لاړ شي
سمیع الله شینواری

کرکټ بورډ ۳ اونۍ وروسته سمیع الله شینواري ته اجازه ورکړه چې لوبغالي ته لاړ شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي سمیع الله شینواري ته د افغانستان کرکټ بورډ درې اونۍ وروسته د دې اجازه ورکړه چې د کابل کرکټ لوبغالي ته ورشي.

په دې وروستیو کې په کرکټ بورډ له دې امله نیوکې زیاتې شوې دي، چې ویل کېږي له ځینو لوبغاړو سره یې سم چلند نه دی کړی او ځینې لوبغاړي یې له دروازې رخصت کړي او دننه د ورتګ اجازه یې نه ده ورکړې.

لومړی محمد شهزاد د کرکټ بورډ له مېلمستون څخه په سپکاوي وویستل شو او له هغه وروسته دوه ځوان لوبغاړي، سلیم صافی او ضیا شریفي چې د یو-یو ټېسټ کې هم بریالي شوي و، له دروازې څخه رخصت کړای شوي و.

اوس تازه د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي سمیع الله شینواري د خپل انسټاګرام اکاونټ په سټوري کې یوه ویډیو خپره اچولې ده، چې د کرکټ په دروازه کې جوړه شوې او هغه کرکټ بورډ دروازې ته ورروان دی.

د سمیع الله شینواري سټوري

هغه د دې ویډیو دپاسه لیکلي دي، چې له ۳ اونیو وروسته لوبغالي ته د ورتګ اجازه ورکړل شوه. همدا راز د افغانستان بېرغ یې هم ورسره ورکړی دی او د افغانستان کرکټ بورډ لوبغالی یې هم ورسره لیکلي دي.

نوموړي د دې لامل نه دی ښودلی، چې ولې کرکټ بورډ ته ۳ اونۍ نه و پرېښودل شوی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …