کورپاڼه / لنډه کيسه: ډالري تعویذ
ډالري تعويذ

لنډه کيسه: ډالري تعویذ

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): سهار ملا اذان له کوره راووتم، ټکسي مې ونیوله، کوټه سنګي ته ولاړم، هلته ورته د کوڅي په خوله کې ودریدم.

لمر خاته یې میسج وکړ، راغلی یې؟

ویل مې: هو!

ویل یې دا دی اوس له کوره بهر کیږو.

حیا له خپلې څلور پوړیزې ودانۍ څخه په تور رنګه موټر کې راووته.

ډریور ته مې وویل: ددې تور رنګه موټر شا ونیسه او په تعقیب یې وړاندې ځه؟

د حیا موټر مخکې او زما زړه کرایي کښه ټکسې یې په شا پسې روانه وه، د میدان هوایې په دروازه کې ځنې ښکته شوم او په منډو منډو مې ځان د ښځینه پولیسو تر تالاشۍ ورسوه، چې شاید دلته به د خبرو موقه په لاس راشي.

مور یې له تالاشۍ ووته، خو حیا ورته وویل زه درپسې یم، تاسې درځئ.

ښځینه پولیسې دلاس په اشاره دننه وغوښتم، وردننه شوم، دننه دوه غورفي وې چې په یوه کې ښځینه پولیسو تالاشي او په بله کې به یې فکر کوم خوړنځای او دمه ځای وه خو؛ حیران پدې شوم چې حیا څنګه دومره زر ښځینه پولیسه وپوهؤله؟

حیا دپخوا پڅیر لکه د ګلاپ تازه نه وه، رنګ یې زیړ ځبیښلی و، شونډي یې لړزیدي، شني د باز په شان تېزي سترګي یې ښکته اچولي وې، طلایې اوربل یې له ګلاپې لوپټي په سترګو را وځړید، د چپ لاس په نازکو ګوتو یې بیرته د لوپټي لاندې کړ، زه یې مخې ته ړنګ وجود بې روحه او بې سیکه ولاړ وم.

ښه رانږدې شوه، په خف غږ یې وویل: زه پښتنه یم او پښتنه به اوسم!

امریکي ته تګ زما مجبوري ده خو؛ ته مطمئین اوسه! ان شاءالله یابه زه بیرته زر راشم او یا به تاهم امریکي ته راوغواړم.
په ما کې د څه ویلو توان نه و، وچې شونډي، سپیره ویښتان او لمدې سترګي یې په مخ کې خاموش ولاړ وم.

په ړنګو ړنګو قدمونو له غرفي ووته.

مه ځه رانه هسې نه چې زړه درپسې واچوم

لپـې لپـې ویـني به په خــــوله درپسې واچوم

زه د میدان هوایې په وروستي تم ځای کې پاتې شوم، دوۍ مخکې ولاړل، ورور یې مخکې، بیا یې مور او وروستۍ دا وه، تر وروستۍ دروازې یې بیا بیا زما په لور راکتل او سترګي یې وچولې، چې له وروستۍ دروازي پنا کیده نو ښپه نیولي شوه؛ زما په لور یې راوکتل، سترګو ته یې لوپټه ونیوه او په پټو سترګو پرمخ روانه شوه.

له میدان هوایې په ړنګو ړنګو قدمونو راووتم، ژړغوني روان وم چې په جیب کې مې موبایل وشرنګیده، په بیړه مې اوکی کړ، حیا وویل: طیاري ته خیژم، وخت کم دی، ګوره؟ د واسکټ په بهرني جیب کې مې درته یو خط ایښي، وه یې لوله؟ خدای په اماني یې وویله او زنګ یې قطعه کړ.

په بیړه مې د واسکټ جیب ته لاس کړ خو؛ لاس مې له زوړ او شکیدلې واسکټ اخوا ووت، بل جیب ته مې لاس کړ، کاغذ لاسته راغي په بیړه مې پرانیست، لیکلې یې و: د مړوندو طلایې بنګړي، د لاس ګوتمي او د غاړي هار مې وپلوره، 2400$ ډالر یې ټوټل قیمت شو؛ هغه مې لالا( ستا مشر ورور ) ته پرون واستول، ځکه زه باوري وم چې تا به هیڅکله له ما څخه دا پیسي نه وې اخیستې، ماته ستا د بدو ورځو په اړه معلومات شته، شاید دا پیسي دې په بده ورځ پکار شي. په دې بله کڅوړه کې مې درته سل 100 $ ډالر ایښي دي، را روان اختر ته پرې ښکلي تور رنګه جامي واخله!؟ د ځان دې ډیر خیال ساته؟ زما په اړه هیڅ تشویش مکوه؟

ستا حیا

په مخ مې اوښکو لارې جوړي کړې.

هغه سل ډالر مې ښکل کړل، تعویذ مې ځنې جوړ کړ، اوس مې کله په مټ او کله په غاړ کې اچولی وي.

مینه اول سړی باچا کړي

د ملنګۍ کچکول بیا وروسته ورکوینه

لیک مې ونغاړه، چای پیاله څه چې چاینک هم یخه شوې وه، له هوټل څخه د کور په لور غمزده غمزده روان شوم.

توره شپه وه اوازونه راپسې وه

په کوټه کې دیوالونه راپسې وه

ما څادر دومره په شړک راپورته کړی

چې ترکـــــــــــوره کاغذونه راپسې وه

باقر

کورته دننه شوم، مور مې په هویلۍ کې زما په انتظار ولاړه وه، چې یې ولیدم نو له مهربانۍ او عاطفي ډکه غیږ یې راته پرانیسته، زه یې په غیږ کې لکه د ماشوم سلګو ونیولم، په مخ یې دواړه طرفه ښکل کړم او وه یې ویل:

مه خفه کیږه او حوصله له لاسه مه ورکوه، چاچې حوصلې له لاسه ورکړي هغوۍ ټولې هیلې بایللې او بیا تاسره خو زما دعا ده! ته نو ولې خفه کیږې؟ زه ډاډمنه یم چې حیا به کله هم تا پرینږدې.

ځه نو ځویه اوس ویده شه او لږ ارام وکړه؟

د ډاډ ساه مې واخیسته، خپلې خونې ته ننوتم، سهارنۍ او غرمنۍ مې نه وه خوړلې، وچي شونډي پر توشک پریوتم، درې شپي مې له غمه سترګي نه وې پټې شوې، د خوب په پار وغځیدم، لامې سترګي نه وې خوږې شوې چې په ربړ تړلې موبایل مې وشرنګید، له خارجي نمبر زنګ راغې، په بیړه مې اوکی کړ.

حیا: سلام خانه!

خان یې ښه شیبه غریو نیولی و. بیا یې وویل: اورم

حیا: څنګه یې؟

خان یې وویل:

هغسې نه یمه جانانه

که نن سبا دې ولیدم لیونی یمه

زه: زما پوښتنه مکوه، خپل حال وایه؟

حیا:

که به مې یو ساعت هیریږې

خدای مې دې هیر کړي دا لوستلې کتابونه

د ترکیه په نړیوال هوایې میدان کې ښکته شو، درې ساعت دلته تم کیږو او بیا به د امریکا لس ساعتیز ستړی کوونکی سفر پیلوو، چې څنګه ورسیدم نو دستې احوال درکوم.

زه خپلې وعدې ته ژمنه یم، پښتنه وم پشتنه به یم، ستا وم او ستا به یم.

د ځان خیال دې ساته!؟

لس ساعته په لس میاشتو بدل شول، د زړه په رنځ اخته شوم، ۲۴ ساعته به مې پام موبایل ته و چې اوس به زنګ راځې اوس اوس اوس………

په ژور درد او رنځ یې اخته کړم، حیا مې په زړه او ذهن خوره وه، د زړه هر زربان به مې حیا حیا ویل، بیخې به مې ځان ته پام نه و، کله به خلکو د لېونی او کله د پوډري ګومان راباندې کاوه، څو ځله خو د عصبي او روانې ناروغیو رنځ پوهانو ته هم ورغلم خو؛ دارو درملو هم راڅخه حیا هیره نکړه.

او

زما د زړه په دیوالونو

ستا تصویرونه خدایې چاپ شوې دینه

سهار به مې دجوارو ګاډۍ دښار په لور روانه کړه، په لار کې به د حیا د ماما دکور مخې ته شیبه تم شوم، چې دماما لور به یې له کوره راووته نو په سترګو کې به سره پوه شو چې تازه معلومات په لاس ندې راغلې، زړه به مې څړیکې وکړی او ناهیلی به په سوچونو کې روان شوم، دحیا په سوچونو کې به نه پوهیدم چې ورځ څنګه تیره شوه، په رنځ اخته به ولاړم او په رنځ اخته به راغلم.

په تا مئین شومه په ځان باندې مې اور پورې که

د زلمیتوب په هر ارمان باندې مې اور پورې که

شاعر

زما د صحت په اړه به مې ورځ تربلې دمور اندیښنه زیاتیده خو؛ مور به مې تل راته ویل چې په لنډ وخت کې به حیا واپس راشي، ته مه خفه کیږه؟ ما د حیا په څیره کې د وفا نښې لیدلې.

هغه مې مورجانه وه چې ډاډ به یې راکاوه که نه وختې به غمونو وژلی وم.

ما به ویل حیا لاړه خو؛ خبر نه وم چې کیسه بل ډول ده!

امریکا ته د رسیدو سره د حیا په مور د زړه حمله راغلې وه او مور یې د امریکا په میدان هوایې کې وفات شوې وه.

هلته امریکا کې یې دفن کړې وه، ورور یې درې میاشتې وروسته د یوې افغانۍ جینۍ سره واده کړی و او دهمدې جینۍ ورور په حیا ښویدلی و، ورور او ورندار یې همدا هڅه کوله چې په هر ترتیب وي حیا هغې ته واده کړي، حیا څو وار د ناکامې ځان وژنې هڅه هم کړی و خو؛ وروسته له لسو میاشتو پدې بریالۍ شوه چې په ټکنده غرمه کې یې د ماما لور سا نیولې زما د ګاډۍ مخې ته ودریده، ویل یې: هله ټیکسي ته وخیژه؟

ګاډۍ مې ملګری ته پریښوده او په بیړه مو حرکت وکړ، حیا د میدان هوایې په پارکینګ( د موټرو په تم ځای کې) یو ګوښه ځای کې ماته منتظره وه، درې ورځې وړاندې یې د ماما د لور سره په تماس کې وه خو هغې ورته ویلې و چې باید ممتاز ته و نه وایم او په یو ناڅاپي ډول باید خپل زړګی ووینم.

د حیا په لیدو مې له خولې چیغه ووته، هیڅ په ځان پوه نشوم.

نه پوهیږم څومره وخت په ځان نه پوهیدم، زه د پخوا پڅیر نه وم، اکثرا خلکو به د پوډري ګومان راباندې کاوه خو؛ په حیا هم غمونو ښه خوارې کړی وه.

نه پوهیږم حالت مو څنګه وه او څنګه مو روغبړ وکړ، له میدان هوایې سیده زموږ کور ته ولاړو، کرۍ شپه یې زما د مور په زنګون اوښکې توۍ کړی او لس میاشتینی د غم جریان یې تیر کړ.

دریمه شپه د ښار په بهترین هوټل کې زما او دحیا واده ښه په درځ کې روان و.

نن شپه دواده شپه ده

نکیریزې دي میله ده

سبا دې نشي د خوشحالۍ دا شپه هیڅکله

ليکوال : رفیع الله سيال

Loading...

دا هم ولولئ

شاه رخ خان

شاه رخ خان په يو بل کرکټ ليګ کې هم لوبډله واخيسته؟

د هندي سينما مشهور هنرمند شاه رخ خان، چې له کرکټ سره ځانګړې مينه لري، …