کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز بېرته هېواد ته راستون شو
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز بېرته هېواد ته راستون شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو لپاره ابوظهبي ته تللی و، بېرته هېواد ته راستون شو.

نوموړي ۶ ساعته مخکې په خپل انسټاګرام کې یو عکس خپور کړی دی، چې په الوتکه کې اخیستل شوی دی او له دې عکس سره یې لیکلي دي چې بېرته کابل ته روان دی.


هغه په پاکستان سوپر لیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېده، که څه هم نوموړي یوازې یوه لوبه ترسره کړه، خو د هغه اړوند لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

همدا راز نور افغان لوبغاړي چې په دغه سیالیو کې لوبېده، په هغوی کې حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، نور احمد لکڼوال او وقار سلامخېل به هم بېرته هېواد ته راستنېږي، خو په اړه یې دوی تراوسه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.

بلخوا راشد خان هم د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېده، چې لوبډله یې په لیګ پړاو کې له سیالیو بهر شوې وه، خو راشد خان له پي ایس ایل وروسته د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …