کورپاڼه / خبرونه / ډیویډ وارنر بیا نڅاګانو ته وزګار شو
ډیویډ وارنر

ډیویډ وارنر بیا نڅاګانو ته وزګار شو

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکی ډیویډ وارنر چې له ای پي ایل وروسته کور ته ستون شوی دی، اوس یو ځل بیا نڅاګانو ته وزګار شوی دی.

ډیویډ وارنر چې د اسټرالیا سره ویسټ انډیز ته په سفر نه ځي او په خپل کور کې به وي، په ټولنیزو رسنیو کې بیا خپل چټک فعالیت پیل کړی دی او یوه تازه ویډیو یې له مینه والو سره خپره کړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by David Warner (@davidwarner31)


په دې ویډیو کې ډیویډ وارنر او د هغه مېرمن کنډي وارنر لیدل کېږي، چې دواړه په یوه سندره باندې نڅا کوي. ډیویډ وارنر د ویډیو خپرولو سره له مینه والو دا پوښتنه هم کړې ده، چې د چا نڅا ډېره ښه ده.

نوموړي همدا راز دا هم ویلي دي، چې په راتلونکو ورځو کې به نورې ویډیوګانې هم راشي. د هغه دا ویډیو تراوسه پورې ۱.۴ میلیونه کسانو کتلې ده.

د یادولو وړ ده چې ډیویډ وارنر مخکې د هندي فلمونو ویډیوګانې ډېرې خپرولې، چې د فلم په هلک به د ډیویډ وارنر سر لګېدلی و او دا ویډیوګانې یې خلکو ډېرې خوښولې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …