کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د سریلانکا لوبډله له شرموونکې ماتې سره مخ کړه

انګلستان د سریلانکا لوبډله له شرموونکې ماتې سره مخ کړه

انګلستان په دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم سریلانکا ته د ۸۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او له دې سره يې په لوبلړۍ کې هم د وایټ واش ماتې سره مخ کړه.

د انګلستان او سریلانکا ترمنځ دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه ساوتهمپټن کې ترسره شوه، چې سریلانکا د پچې له ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

انګلستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډیویډ ملن ۷۶ او جوني بیریسټو ۵۱ منډې ترلاسه کړې. د سریلانکا له خوا دوشمانتا چمیرا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۸۱ منډو هدف په تعقیب کې د سریلانکا لوبډلې په ۱۸.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۱ منډې وکړې او د ۸۹ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.

د سریلانکا له خوا بینورا فرنانډو تر ټولو زیاتې ۲۰ منډې وکړې، د انګلستان له خوا بیا ډیویډ ویلي ۳ او سام کران ۲ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د لوبې ترڅنګ د ۳ شل اوریزو لوبو کې هم سریلانکا ته وایټ واش ماتې ورکړه او ټرافي يې په خپل نوم کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …