کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د وارداتي برېښنا نښلولو څو دقیقې وروسته بله پایه والوځل شوه

د وارداتي برېښنا نښلولو څو دقیقې وروسته بله پایه والوځل شوه

نن ماښام د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې وارداتي برېښنا يې درې اونۍ وروسته ونښلوله، خو له دې څو دقیقې وروسته یوه بله پایه هم والوځل شوه.

د معلوماتو له مخې، دا پایه یا ستن په پروان ولایت کې الوځول شوې ده، چې له امله يې د کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ته د وارداتي برېښنا نښلولو وروسته هم برېښنا نه وه راغلې، خو له راتګ مخمې بیا پرې شوه.

د پروان د برېښنا رییس روح الله ساجد دا خبر رسنیو ته تایید کړی دی، چې په دغه ولایت کې د برق یوه پایه تخریب شوې ده.

هغه په خپلو خبرو کې وايي، چې ۹ بجې او ۵ دقیقې د ولایت په رباط سیمه کې دا پایه الوځول شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د کابل په ډېرو ساحو کې له تېرو درې څلور ورځو راهیسې برېښنا بېخي نشته او کابل په تیارو کې ډوب شوی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …