کورپاڼه / خبرونه / ضیا الرحمان اکبر او ابراهیم ځدراڼ په انګلستان کې ډېر وځلېدل
ضیا الرحمان اکبر او ابراهیم ځدراڼ

ضیا الرحمان اکبر او ابراهیم ځدراڼ په انګلستان کې ډېر وځلېدل

د افغانستان دوه ځوان لوبغاړي ضیا الرحمان اکبر او ابراهیم ځدراڼ چې د انګلستان په کلب لیول سیالیو کې لوبېږي، پرون دواړو د خپلو خپلو لوبډلو لپاره زبردسته لوبه کړې او ډېر ښه ځلېدلي دي.

ضیا الرحمان اکبر د لاتم کرکټ کلب لپاره لوبېږي او نوموړي په ۹.۳ اورونو کې یوازې د ۱۳ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي سوځولي دي.

هغه په ټویټر کې هم په دې اړه یو ټویټ کړی دی او په دې یې خوشحالي ښکاره کړې ده، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۵ لوبغاړي سوځولي دي.


بلخوا د افغانستان ځوان توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ چې د باین هل کرکټ کلب لپاره لوبېږي په دغه سیالیو کې یې خپله لومړۍ سلیزه وهلې ده.

هغه ۱۳۳ ناسوځېدلې منډې کړې دي او د کلب لیول دغه سیالیو کې یې د خپلې لوبډلې لپاره زبردسته توپوهنه ترسره کړې ده چې ځلېدلی دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …