کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د محمد نبي لوبډلې د ۸۲ منډو په ستر توپير ماتې وخوړه
محمد نبي

د محمد نبي لوبډلې د ۸۲ منډو په ستر توپير ماتې وخوړه

د ویټالیټي بلاسټ په پرونۍ لوبه کې محمد نبي په توپ اچونه کې ۱ ویکټ واخیسته او په توپوهنه کې یې یوازې ۴ منډې وکړې، چې لوبډله یې د ۸۲ منډو په ستر توپیر له ماتې سره مخ شوه.

دا لوبه د یارکشایر او نارتهمپټن شایر لوبډلو ترمنځ په لیډز کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې یارکشایر پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

یارکشایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۴ منډې وکړې ،چې له ډلې یې جورډن تامپسن ۷۴، مارک سټونیمن ۵۰ او هیري بروک ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نارتهمپټن شایر له خوا محمد نبي، ټام ټیلر او برینډن ګلور ۱-۱ ویکټ واخیستې، نبي بیا ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.

د ۲۲۵ منډو هدف په تعقیب کې د نارتهمپټن شایر لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې وکړې، چې د ۸۲ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا روب کیخ ۳۶، اډم روسینګټن ۲۴ او وین پارنیل ۲۲ منډې وکړې، همدا راز محمد نبي هم په ۶ توپونو ۴ منډې ترلاسه کړې. د یارکشایر له خوا ډام بیس ۳، میتیو فشر او میتیو ویټ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جورډن تامپسن ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …