کورپاڼه / هنر او کلتور / راکهي ساونت: زما ارمان دی چې د سلمان خان پښې ووینځم
راکهي ساونت او سلمان خان

راکهي ساونت: زما ارمان دی چې د سلمان خان پښې ووینځم

د هندي سینما د مشهورې اداکارې او نڅاګرې ارمان دا دی، چې د هندي سینما د مخکښ او نومیالي هنرمند سلمان خان پښې ووینځي، ځکه چې هغه ورسره ډېره مرسته کړې وه.

د بالي ووډ لایف وېبپاڼې سره په خپله مرکه کې اداکارې راکهي ساونت څخه چې کله د هغې د مور د روغتیا په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې وویل، چې مور یې اوس ښه ده، هغه سرطان لري چې درملنه یې ډېره ګرانه ده، زما سره دومره پېسې نه و چې ما د هغې درملنه کړې وای.

راکهي ساونت زیاته کړه، چې سلمان خان ډېر ښه انسان دی، هغه زما د مور په درملنه کې زما مرسته وکړه، زما د مور درملنه د سنجي دته خور ډاکټر پریا دت وکړه، پریا دت زما د مور ډېر پام وساته، زه ترې مننه کوم.

د خپرونې ویاند له راکهي ساونت نه وپوښتل، چې د سلمان خان د دې مرستې په بدل کې د هغه لپاره څه کول غواړې؟ نو راکهي ساونت ځواب ورکړ، چې زما ارمان دی چې د سلمان خان پښې ووینځم، ځکه هغه زما ډېره مرسته کړې ده او هیچا ته یې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

راکهي ساونت زیاته کړه، دلته خو داسې خلک دي، چې ماسره په کوچنۍ مرسته ټوله نړۍ خبروي، خو سلمان خان زما سره په مرسته خپل دویم لاس هم خبر نه کړ، نو هغه ډېر ښه انسان دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …