کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د برېتانیې د روغتیا وزیر د خپلې مرستیالې څخه د مچې اخیستو ویډیو خپره شوه، نوموړي له وزارت نه استعفا ورکړه
د برېتانیې د روغتیا وزیر او د هغه مرستیاله

د برېتانیې د روغتیا وزیر د خپلې مرستیالې څخه د مچې اخیستو ویډیو خپره شوه، نوموړي له وزارت نه استعفا ورکړه

د برېتانیې د روغتیا وزارت وزیر میټ هینکاک یوه ویډیو خپره شوې ده، چې هغه پکې د خپلې مرستیالې ګینا کولاډ اینجلو څخه مچه اخلي، د دې ویډیو او عکسونو له خپرېدو وروسته د نوموړي څخه د استعفا غوښتنه کېده چې هغه هم له وزارت نه استعفا ورکړه.

د میټ هینکاک او ګینا کولاډ اینجلو دا عکسونه او ویډیو د برېتانیې یوې ورځپاڼې خپاره کړي دي، چې د مۍ په ۶مه نېټه په سي سي ټي وي کمرو کې ثبت شوي دي.

کله چې دا ویډیو راغله، نو د اپوزیسیون غړو هم پرې سختې نیوکې وکړې او له میټ هینکاک څخه یې د استعفا غوښتنه وکړه، دوی وویل چې د کورونا اصول یې مات کړي دي او باید خپله دنده پرېږدي.

وروسته هغه بیا بخښنه هم وغوښته او ویل کېږي چې لومړي وزیر بوریس جانسن یې هم بخښنه منلې ده، ځکه چې نوموړی د هغه یو له تکړه وزیرانو څخه و، خو اوس د روغتیا وزیر له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.

د یادولو وړ ده چې میټ هینکاک او ګینا کولاډ اینجلو دواړه ودونه لري او دواړه ۳-۳ اولادونه هم لري، خو په خپل منځ کې یې پټه یارانه روانه کړې وه چې اخر هم رسوا شول.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …