کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ویسټ انډیز په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا ماته کړه
سویلي افریقا او ویسټ انډیز

ویسټ انډیز په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا ماته کړه

په ټېسټ لوبو کې د ماتو خوړلو وروسته ویسټ انډیز په شل اوریزو لوبو کې سویلي افریقا ته په ماتو ورکولو پیل وکړ او په لومړۍ لوبه کې یې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د سویلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په سینټ جارج کې ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې سویلي افریقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې راسي ون در دوسین ۵۶ ناسوځېدلې، کوانټین ډي کوک ۳۷ او ټیمبا بوواما ۲۲ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا ډواین براوو او فابین الین ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، همدا راز جېسن هولډر او انډري رسل هم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۶۱ منډو هدف د ویسټ انډیز لوبډلې په ۱۵ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر یې سویلي افریقا ته په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه.

د دوی له خوا ایوین لیویس ۷۱، کریس ګیل ۳۲ ناسوځېدلې او انډري فلیچر ۳۰ منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا تبریز شمسي ۱ ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ایوین لیویس ترلاسه کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه د جون په ۲۷مه نېټه په سینټ جارج کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …