کورپاڼه / خپلواک / افغان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ١٣٩ منډې هدف وټاکه
افغانستان ايمرجينګ لوبډله

افغان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ١٣٩ منډې هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): د اسيايي ايمرجينګ سياليو په لړ کې د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٨ منډې وکړې او د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې ته يې د ١٣٩ منډو هدف وټاکه.

د اسيايي لوبډلو ترمنځ ايمرجينګ جام نن په بنګله دېش کې پيل شو، چې افغانستان ايمرجينګ لوبډله د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې سره په خپله لومړۍ سيالۍ کې مخامخ شوه.

د لوبې په پيل کې د لوبې پچه د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په ٤٢.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٨ منډې وکړې او د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې ته يې د ١٣٩ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې له لوري منير احمد کاکړ ٤١، بهير شاه ١٧، وحيد الله شفق ١٦، عبدالمالک ١٥ او سميع الله شينواري ١١ منډې وکړې. د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې له لوري بيا محمد محسن خان ٤، عماد بټ ٢، خوشدل شاه ٢ او عمر خان ١ ويکټ ترلاسه کړه.

تر لنډې دمې وروسته به پاکستان ايمرجينګ لوبډله د ياد هدف په تعقيب لوبه پيل کړي.

د يادولو ده چې د اسيايي لوبډلو ترمنځ د ايمرجينګ سياليو جام نن پيل شو، چې د افغانستان او پاکستان پرته نن د نيپال ايمرجينګ لوبډله او د هند ايمرجينګ لوبډله لوبه کوي، د سريلانکا ايمرجينګ لوبډله بيا د عمان ايمرجينګ لوبډلې سره مېدان ته کوزه شوې ده او د هانګ کانګ ايمرجينګ لوبډله بيا د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې سره په سيالۍ بوخته ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …