کورپاڼه / بېلا بېل / د هلک د نظر د کمزورۍ له امله ناوې واده پرېښود
ناوې

د هلک د نظر د کمزورۍ له امله ناوې واده پرېښود

په هند کې هغه وخت یوه جالبه پېښه رامنځته شوه، کله چې د واده پر مهال ناوې له دې امله له واده څخه انکار وکړ، چې د هلک نظر کمزوری و.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د اورایا په جمالپور کلي کې د ارچنا او شیوم ترمنځ د واده مراسم ترسره کېدل، چې د واده په ورځ ارچنا له واده څخه انکار وکړ.

کله چې د واده په ورځ ناوې ولیدل، چې د واده هلک شیوم عینکې په سترګو کړې دي، نو په هلک یې شک شو چې نظر یې کمزوری دی او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې له عینکو پرته دې ورځپاڼه ولولي.

خو د واده هلک په دې ټېسټ کې ناکامه شو او له هغه وروسته ناوې له واده څخه انکار وکړ، هغې وویل چې له واه نه مخکې ورته په دې اړه معلومات نه و ورکړل شوي. د ناوې پلار هم د خپلې لور ملاتړ وکړ او وې ویل چې هغه ته دا معلومات نه و چې د هلک نظر به دومره ډېر کمزوری وي.

همدا راز د ارچنا کورنۍ د هلک له کورنۍ څخه غوښتنه وکړه، چې هغه ټول شیان چې هغوی ته یې ورکړي دي، هغه دې ورته بېرته ورکړل شي، د هلک کورنۍ د دغه شیانو له ورکولو انکار وکړ، چې وروسته خبره پولیسو ته لاړه او د ناوې پلار د هلک په کورنۍ عریضه وکړه.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …