کورپاڼه / هنر او کلتور / د ګویندا مېرمن: کاش د ګویندا په څېر زوی مې درلودلی
سنیتا او ګویندا

د ګویندا مېرمن: کاش د ګویندا په څېر زوی مې درلودلی

د هندي سینما د پخواني مخکښ اداکار ګووند ارون آهوجا چې په ګویندا مشهور دی، مېرمن سنیتا هیله څرګنده کړې ده، چې کاش د ګویندا په څېر زوی یې درلودلی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د ګویندا مېرمن سنیتا د خپلې لور ټينا سره په ګډه په یوه ټلویزیوني خپرونه کې ګډون وکړ، چې هلته یې د ژوند د ښو وختونو په اړه هم له خلکو سره معلومات شریک کړل.

هغې په خپلو خبرو کې وویل، چې په تېرو ۳۶ کلونو کې ما ګویندا د یو ښه ورور، ښه خاوند او ښه زوی په څېره کې لیدلی دی. کله چې ووینم چې هغه د خپلو والدینو څومره قدردانی کوي، نو هله مې ارمان راشي، چې کاش د ده په څېر یو زوی ما هم درلودلی.

د یادولو وړ ده چې ګویند په ۱۹۸۷ کال کې له سنیتا سره واده کړی و، دواړه دوه اولادونه لري چې  لور یې ټینا او زوی یې یش وردهن نومېږي.

یاده دې وي چې ګویندا یو مهال د هندي سینما له مخکښو هنرمندانو څخه و او د هغه په څېر کومیډي اداکار بل په هندي سینما کې نه و، خو اوس نوموړی له فلمونو څخه لیرې دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …