کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: ځینې دردونه تاسې کې بدلون راولي
راشد خان

راشد خان: ځینې دردونه تاسې کې بدلون راولي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورور توپ اچونکی راشد خان د ابوظهبي د وخت یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی او د دردونو په اړه یې هم ورسره لیکل کړي دي.

هغه چې دا عکس یې په کوټه کې اخیستل شوی او مسکی دی، له عکس سره یې لیکلي دي، چې دوه ډوله دردونه دي، یو ډول درد تاسې ته تکلیف درکوي او نور دردونه بیا په تاسې کې بدلون راولي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


خو راشد خان دا نه دي لیکلي، چې هغه کوم دردونه چې په هغه کې یې بدلون راوستی دی، یا هم کوم داسې دردونه دي چې هغه ته یې تکلیف رسولی دی.

راشد خان چې په ابوظهبي کې د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېده، لا یې هم په اړه معلومات نشته، چې اوس هم په اماراتو کې دی او که انګلستان ته تللی دی.

د راشد خان دا عکس چې په ۵ ساعتونو کې ۲۰۷ زره کسانو لایک کړی دی، تبصرې هم پرې شوې دي، خو حضرت الله ځاځي ورته بیا به تبصره کې لیکلي دي، چې د عکس کریډیټ د هغه دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …