کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼه: شکونه مو له ناکامۍ نه ډېر خوبونه وژني
ګل پاڼه

ګل پاڼه: شکونه مو له ناکامۍ نه ډېر خوبونه وژني

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې خپل ځینې تازه عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي، چې د کوم سیند په غاړه په ډېر خوشحاله موډ کې لیدل کېږي.

ګل پاڼې دا عکسونه په فېسبوکپاڼه او انسټاګرام کې خپاره کړي دي. همدا راز له دې عکسونو سره یې لیکلي دي، چې شکونه ستاسې خوبونه د ناکامۍ څخه هم زیات وژني. هغې د مثبت اوسېدو هشټاګ هم کارولی دی او په هشټاګ کې یې دا هم لیکلي دي، چې ژوند وکړئ، مینه وکړئ او وخاندئ.

د هغې په فېسبوکپاڼه کې په ۲ ساعتونو کې د هغې دا عکسونه ۳۸ زره کسانو لایک کړي دي او تر ۶ زرو څخه زیاتو کسانو پرې بیا تبصرې کړې دي.

ګل پاڼه چې په دغه عکسونو کې په یوه تیږه ناسته ده، ځینو کسانو ورته دا هم لیکلي دي، چې کاش کې دوی دغه تیږه وای، په کومه چې ګل پاڼه ناسته ده.

همدا راز ډېری کسانو د هغې د عکسونو ستاینه کړې ده او ځینو کسانو پرې بیا نیوکې هم کړې دي، ځینو ورته دا هم لیکلي دي، چې ولې چکر ته له ځان سره مېړه نه بیايي.

د یادولو ده چې د ګل پاڼې په اړه څه وخت مخکې خبرونه خپاره شوي و، چې هغې له یو افغان ځوان سره واده کړی دی، که څه هم هغې په خپله دا خبره نه ده منلې، خو هغې ته ځینو نږدې سرچینو د دې واده تایید کړی دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …