کورپاڼه / د لوبو راپورونه / مجیب الرحمان ویټالیټي بلاسټ کې لومړۍ لوبه ترسره کړه
مجیب الرحمان

مجیب الرحمان ویټالیټي بلاسټ کې لومړۍ لوبه ترسره کړه

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان په انګلستان کې د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کړه چې ۱ ویکټ یې واخیسته او د نوموړي اړوند لوبډله میډلسیکس بریالۍ شوه.

د ویټالیټي بلاسټ دا لوبه د ګلېمرګان او میډلسیکس ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل کې ګلیمرګان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

ګلیمرګان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې ډان ډاوت وېټ ۵۳، جیمس ویګیل ۵۱ او ډیویډ لویډ ۲۹ منډې وکړې. د میډسیکس له خوا ډاریل مچل ۳، سټیوین فین ۲، مجیب الرحمان، ټام هیلم او ناتن سوټیر ۱-۱ ویکټ واخیستې. مجیب په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.

د ۱۷۱ منډو هدف د میډلسیکس لوبډلې په ۱۷.۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا سټیو اسکینزی په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ۹۱ ناسوځېدلې منډې یې وکړې، همدا راز ډاریل مچل ۳۲ او نک ګوبینس ۲۴ منډې وکړې. د ګلیمرګان له خوا ډان داوت ویټ ۲ او پریم سیسودیا ۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سټیو اسکینزی ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …