کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نوین الحق ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ۱۵ ویکټې واخیستې
نوین الحق

نوین الحق ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ۱۵ ویکټې واخیستې

د افغانستان چټک توپ اچونکي نوین الحق تېره ورځ په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نهمه لوبه ترسره کړه چې د ویکټو شمېر یې ۱۵ ته پورته شو. هغه په پرونۍ  لوبه کې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ویټالیټي بلاسټ دغه لوبه د لیسټرشایر او ورسیسټر شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ورسیسټر شایر پچه وګټله او لومړی یې لیسټرشایر ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

لیسټرشایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې لیویس هل ۵۹، لویس کیمر ۲۳ او جوش انګلیس ۲۱ منډې وکړې. د ورسیسټرشایر له خوا بین دوارشیوس او دیلون پیننګټن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۵۷ منډو هدف د ورسیسټرشایر لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا بریټ ډولیویریا ۶۹ او ریکي ویسیلس ۴۶ منډې ترلاسه کړې. د لیسټرشایر له خوا نوین الحق، کالم پارکینسن او ګیوین ګرفیتس ۱-۱ ویکټ واخیستې. نوین الحق ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او په نهه لوبو کې یې ۱۵ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه بریټ ډولیویریا ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …