کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا په دویمه لوبه کې له ویسټ انډیز نه بدل واخیست
سویلي افریقا

سویلي افریقا په دویمه لوبه کې له ویسټ انډیز نه بدل واخیست

سویلي افریقا په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې له ویسټ انډیزۍ لوبډلې څخه د لومړۍ لوبې بدل واخیست او د ۱۶ منډو په توپیر یې ماتې ورکړه.

د سویلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه په سینټ جارج کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې سویلي افریقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې ټیمبا بوواما ۴۶، ریضا هیندریکس ۴۲ او کوانټین ډي کوک ۲۶ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا ابید مک کای ۳ او کیوین سنکلیر ۲ ویکټې واخیستې.

د ۱۶۷ منډو هدف په تعقیب کې د ویسټ انډیز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې، چې د ۱۶ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا انډري فلیچر ۳۵، فابین الین ۳۴ او ایوین لیویس ۲۱ منډې وکړې، د سویلي افریقا له خوا کاګیسو رباډا ۳ او جارج لینډي ۲ لوبغاړي وسوځول. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جارج لینډي ترلاسه کړه.

د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ اوس د ۱-۱ سره برابره شوه، د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه د جون په ۲۹مه نېټه په سینټ جارج کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …