کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په جلال اباد کې هم د پاکستان کونسلګرۍ د وېزو ورکړه بنده کړه
د پاکستان وېزې مراجعين

په جلال اباد کې هم د پاکستان کونسلګرۍ د وېزو ورکړه بنده کړه

په کابل کې د پاکستان سفارت د وېزو د ورکړې له بندولو وروسته په جلال اباد کې هم د پاکستان جنرال کونسلګرۍ د وېزو د ورکولو چاره بنده کړې ده.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوګیاڼي په وېنا، په جلال اباد کې مېشت د پاکستان جنرال کونسلګري خبر ورکوي چې سر له نن (۲۸ د جون – ۱ د جولای) به دغه کونسلګري د کورونا د وبا د خپرېدو له امله د وېزې چارې بندوي، خو په انلاین ډول به د وېزې مراجعین قبلوي.

په دې لړ کې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده، چې پکې یې ویلي دي چې د جون د ۲۸مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به یې د وېزو ورکړه بنده وي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې بیا په کابل کې هم د پاکستان سفارت د وېزو چاره د کورونا ویروس د خپرېدو له امله بنده کړې ده، خو په وېنا یې چې د انلاین وېزو ورکړه به یې روانه وي.

همدا راز پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې هم له تېر څه وخت راهیسې بندې کړې دي، چې یوازې سختو ناروغانو ته د ورتګ اجازه ورکوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …