کورپاڼه / هنر او کلتور / د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه هم واده وکړ
حریم شاه

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه هم واده وکړ

د پاکستان مشهورې او لانجمنې ټک ټاکرې حریم شاه هم واده کړی دی، خو هغې د خپل مېړه نوم تراوسه پورې له خلکو سره نه دی شریک کړی.

د پاکستان د جیو ټلویزیون د راپور په وېنا، حریم شاه ورسره په خبرو کې د واده خبره تایید کړه او ورته یې وویل، چې د پاکستان د سند ایالت د پارلمان له یو غړي سره یې واده کړی دی. خو حریم شاه د خپل خاوند نوم پټ ساتلی دی.

په راپور کې ویل شوي دي، چې حریم شاه ورته وویل، چې اوسمهال د خاوند نوم او د واده نور معلومات پټ ساتي او ډېر ژر به یې مینه والو سره په اړه بیا معلومات شریک کړي.

حریم شاه په دې وروستیو کې په انسټاګرام کې د لاسونو یو عکس خپور کړی و او الحمدالله یې ورسره لیکلي و، خو هغې دا نه و ويلي، چې د چا لاس یې په لاس کې نیولی دی، هغه یې خاوند دی او که بل څوک دی.

د یادولو وړ ده چې حریم شاه له پاکستاني سیاستوالو سره د لانجمنو ویډیوګانو له جوړولو وروسته ډېره مشهوره شوه، چې اوس میلیونونو تعقیبوونکي لري.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …