کورپاڼه / خبرونه / افغانستان به په نړیوال شل اوریز جام کې له کومو لوبډلو سره ولوبېږي؟
افغانستان او هند

افغانستان به په نړیوال شل اوریز جام کې له کومو لوبډلو سره ولوبېږي؟

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام چې لومړی په هند کې پلان شوی و، هلته د کورونا د ډېرېدو له امله به اوس دا جام په متحده عربي اماراتو کې په ۳ ښارونو کې ترسره شي.

څو ورځې وړاندې ای سي سي د نړیوال شل اوریز جام نېټه اعلان کړه، چې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه به پیل شي او د نومبر په ۱۴مه نېټه به یې پایلوبه ترسره شي.

دا ځل په نړیوال شل اوریز جام کې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي او په دوه پړاوونو کې ترسره کېږي. لومړي پړاو کې دوه ګروپونه دي چې سریلانکا، ایرلېنډ، پاپو نیو ګیني، عمان، بنګله دېش، نیدرلېنډ، سکاټلېنډ او نمیبیا هېوادونه پکې لوبېږي او له دې هر یو ګروپ څخه به دوه دوه لوبډلې بل پړاو ته لار پېدا کوي.

بل پړاو کې ۱۲ غوره لوبډلې په دوه دوه ګروپونو وېشل شوي دي، چې د افغانستان لوبډله په ب ګروپ کې ده، چېرته چې به د انګلستان، هندوستان، سویلي افریقا او همدا راز د لومړي پړاو د دوه ګروپونو څخه بریالي شویو لوبډلو سره ولوبېږي.

همدا راز په الف ګروپ کې اسټرالیا، نیوزیلېنډ، ویسټ انډیز، پاکستان او د لومړي پړاو دوه لوبډلې لوبېږي. چې غوره لوبډلې به ترې مخکې پړاو ته لار پېدا کوي.

تراوسه پورې د لوبو مهالوېش نه دی اعلان شوی، ښايي ژر د لوبو مهالوېش هم اعلان شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …