کورپاڼه / بېلا بېل / سویلي افریقا کې ښځو ته په یو وخت له ډېرو نارینه و سره د ودونو کولو اجازه ورکول کېږي
سویلي افریقا ښځې او نارینه

سویلي افریقا کې ښځو ته په یو وخت له ډېرو نارینه و سره د ودونو کولو اجازه ورکول کېږي

په سویلي افریقا کې د حکومت له خوا د ښځو ته ډېرو ودونو کولو اجازې ورکولو وړاندیز وروسته د ځینو ډلو له خوا په دې سختې نیوکې هم شوې دې او ويل شوي دي، چې که چېرته دا کار وشي، نو د سویلي افریقا کلتور به ورسره خراب شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، په سویلي افریقا کې (پولي اینډري) یعنې یوه ښځه زیات ودونه کولای شي، د دې لپاره اوس حکومت هم وړاندیز کړی دی، تر څو یو قانون جوړ کړي، چې ښځې وکولای شي له یو څخه زیات خاوندان ولري، خو دا قانون د ځینو خلکو له مخالفت سره هم مخ شوی دی.

په دې برخه کې د ډېرو معلوماتو لرونکی کس پروفېسر کولس ماچوکو دی، هغه وايي چې د دې کار هدف دا دی چې په ښځو کنټرول ختم شي، موږ نه پوهېږو چې د داسې ښځو سره څه وکړو چې زموږ وس پرې نه رسېږي، د سویلي افریقا اساسي قانون لبرل قانون دی، موږ دلته ښځو ته له ښځو او نارینه و ته له نارینه سره د واده اجازه ورکړې ده، همدا راز نارینه هم زیات ودونه کولای شي.

د سویلي افریقا یو سوداګر او د ټلویزیوني خپرونې کوربه موسی مسیلیکو هم په هغه خلکو کې شامل دی چې هغه د ښځو د زیاتو ودونو کولو د قانون سره مخالفت ښکاره کړی دی، هغه په خپله څلور ودونه کړي دي، هغه وايي چې دا کار به د سویلي افریقا کلتور خراب کړی، هغه ماشومان به څنګه پوهېږي چې د دوی پلار څوک دی، ایا اوس ښځې د نارینه و کردار لوبوي، دا مخکې هیچا هم نه و اورېدلي، نو ایا له دې وروسته به کورنۍ د نارینه پر ځای په ښځو پسې ځي؟

پروفېسر کولس ماچوکو د زمبابوې هېواد اوسېدونکی دی او هلته نوموړي په دې اړه څېړنه هم کړې ده، هغه له ۲۰ داسې ښځو او ۴۵ داسې نارینه و سره خبرې کړې دي، چې د دغه قانون په حق کې دي او د دغه نارینه ښځې له یو څخه زیات مېړونه لري، خو دا خبره هم ده چې په دغه هېوادونو کې دا یو بد کار ګڼل کېږي او خلک یې په پټه کوي.

په دغه ټولنه کې ښځې په پټه له یو څخه زیاتو نارینه و سره ودونه کوي. پروفېسر کولس له داسې خلکو سره هم خبرې کړې دي چې هغوی یوازې دي خو غواړي چې په دا ډول پروګرامونو کې برخه واخلي.

نوموړی وايي، چې کله هغه په ښوونځي کې و نو وې لیدل چې د شاتو مچیو ملکه له یو څخه زیات مېړونه لري، له هماغه وخت راهیسې یې دا خبره په ذهن کې ده. هغه وايي، کومه ښځه چې ډېر مېړونه ولري نو د خپل نوي مېړه سره د واده پر مهال نور مېړونه هم راغواړي، هغه داسې خاوند ته طلاق هم ورکولی شي، چې نور یې پرې باور نه وي پاتې.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …