کورپاڼه / خپلواک / افغانستان او ويسټ انډيز به د شل اوريزو سياليو لوبلړۍ نن پيل کړي
افغانستان او ويسټ انډيز

افغانستان او ويسټ انډيز به د شل اوريزو سياليو لوبلړۍ نن پيل کړي

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ نن پيلېږي، چې لومړۍ لوبه به نن د افغانستان په وخت ماښام ٦ بجې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم په هند کې ترسره شوه، چې ويسټ انډيز په درې واړه لوبو کې بريا خپله او په لوبلړۍ کې يې افغان لوبډلې ته وايټ واش ماته ورکړه.

که څه هم په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ويسټ انډيز ته يې د ٢٥٠ منډو هدف وټاکه، خو ويسټ انډيز ياد هدف پوره او په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې يې هم افغان لوبډله ماته کړه.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ ٤ شل اوريزې نړيوالې لوبې ترسره شوي دي، چې په يوه لوبه کې افغان لوبډلې بريا خپله کړې ده او ٣ لوبې بيا ويسټ انډيز ګټلي دي.

افغان لوبډله يو له هغه لوبډلو څخه ګڼل کېږي، چې په شل اوريزو لوبو کې ډېره ښه لوبه ترسره کوي، همدا لامل دى چې افغان لوبډلې په شل اوريزو لوبو کې يو ځل پرلپسې ١١ او بل ځل پرلپسې ١٢ لوبو کې بريا خپله کړې ده، چې د افغانستان د پرلپسې ١٢ لوبو بريا ځان ته يو ريکارډ دى.

خو ويسټ انډيز لوبډله هم بيا په شل اوريزو لوبو کې يوه پرمختللې لوبډله ده، نن به وکتل شي چې کومه لوبډله په شل اوريزه سيالۍ کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کوي او بريا خپلوي.

د افغانستان لوبغاړو نوملړ:

راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، فريد احمد، ګلبدين نايب، حضرت الله ځاځى، ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، کريم جنت، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، نوين الحق، رحمان الله ګربز، سيد شېرزاد، شرف الدين اشرف او يمين احمدزى.

د ويسټ انډيز لوبغاړو نوملړ:

کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، فابين الين، شيلډون کوټريل، شيمرون هيټماير، جېسن هولډر، الزاري جوسيپ، برېنډن کنګ، ايوان ليوس، خېري پېري، نيکولاس پوران، دينيش رامدين، شيرفان روترفورډ، لينډ سيمونز، هايډن والش او کيسريک ويليمس.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …