کورپاڼه / اسعار / ۷ سرطان ۱۴۰۰: د افغانیو پر وړاندې د ډالر پورته تګ لا هم روان دی
افغانۍ او ډالر ۲۸ جون ۲۰۲۱

۷ سرطان ۱۴۰۰: د افغانیو پر وړاندې د ډالر پورته تګ لا هم روان دی

د افغانیو پر وړاندې امریکايي ډالر لا هم پورته روان دي او نن ۱۵ ډالر نور هم ګران شوي دي، چې له امله یې نن ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۳۰ افغانۍ دی.

د سرای شهزاده د معلوماتو له مخې، چې نن (۷ سرطان ۱۴۰۰ \ ۲۸ جون ۲۰۲۱) د دوشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۳۰ افغانۍ دی، چې پرون بیا په ۷۹.۱۵ افغانۍ و.

همدا راز ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۷ افغانۍ، ۱۰۰۰ هندۍ کلدارې په ۱۰۷۰ افغانۍ، ۱۰۰۰ ایراني تومان په ۳.۲۷ افغانۍ، ۱۰۰۰ جاپاني ین په ۷۰۰ افغانۍ، ۱ چینايي ین په ۱۱.۷۰ افغانۍ او ۱ ترکي لېره په ۹.۴۰ افغانۍ ده.

د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۰.۹۰ افغانۍ، د بحېرن ۱ دینار په ۱۹۸ افغانۍ، د قطر ۱ ریال په ۱۹.۸۰ افغانۍ، د کویټ ۱ دینار په ۲۵۷ افغانۍ او د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۱.۴۵ افغانۍ دی.

له دې پرته، ۱ یورو په ۹۴.۵۰ افغانۍ، ۱ انګلیسي پاونډ په ۱۰۸ افغانۍ، ۱ سویسي فرانک په ۹۴.۱۰ افغانۍ، ۱ اسټرالیايي ډالر په ۵۸.۸ افغانۍ او ۱ کاناډایي ډالر په ۶۲.۷۰ افغانۍ دی.

د یادولو وړ ده چې دا معلومات نن د سرای شهزاده څخه اخیستل شوي دي، چې د اسعارو بیې د ورځې هم ښکته او پورته کېدلای شي.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …