کورپاڼه / جالب / پاکستاني پولیسو یو سبزي پلورونکی له دې امله نیولی چې ولې یې ارزانه سبزي خرڅوله
لاهور سبزي پلورونکی

پاکستاني پولیسو یو سبزي پلورونکی له دې امله نیولی چې ولې یې ارزانه سبزي خرڅوله

پاکستان او افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دي، چې هره ورځ پکې د ورځني ژوند د ضرورت شیان ګرانېږي، خو حکومتونه یې په مخنيوي کې ناکامه وي.

خو په پاکستان کې بیا له دې هم ډېره جالبه شوې ده او پولیسو هغه سبزي پلورونکی نیولی او دوسیه یې ورته جوړه کړې ده، چې سبزي یې ارزانه خرڅوله.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، په لاهور کې یو سبزي پلورونکی له دې امله نیول شوی دی، چې ولې یې د حکومتي نرخنامې څخه هم ارزانه سبزي خرڅوله.

پولیسو په دغه سړي باندې دوسیه جوړه کړې ده او ویلي یې دي، چې له یاد کس سره په دوکان کې حکومتي نرخنامه نه وه او کله یې چې د سبزي نرخ معلوم کړ، نو له حکومتي نرخنامې څخه یې سبزي ارزانه خرڅوله.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې دغه کس د ۹۵ روپيو لیړوګان په ۷۰، د ۵۰ روپيو رومیان په ۲۵ روپۍ او د ۹۰ روپيو کریلې په ۵۰ روپۍ خرڅولې، چې دا هر څه نوموړي ته ډېر ګران تمام شو.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …