کورپاڼه / روغتيا / په نوکانو کې دا سپینه نښه د کومو ناروغیو معلومات درکوي؟
لاس او نوکان

په نوکانو کې دا سپینه نښه د کومو ناروغیو معلومات درکوي؟

روغتیاپالان وايي، چې په نوکانو کې سپینه نښه ډېره خطرناکه وي او دا د ځینو نورو لاملونو تر څنګ د ځینو خطرناکو ناروغیو په اړه هم معلومات ورکوي.

په عام ډول داسې نښې ډېرې کمې جوړېږي، خو تر ټولو عادي ته یې د (leukonychia punctata) وايي او دا ډېری وخت په ماشومانو کې راښکاره کېږي.

د هیلتي وېبپاڼې د راپور په وېنا، دا نښه د ګوتې د کوم سخت شي سره د لګېدو له امله هم راښکاره کېږي، که چېرته ډېره سخته ولګېږي نو په ورکېدو کې یو څه وخت اخلي. همدا راز د حساسیت له امله هم دا نښه راښکاره کېږي، ډېری زنانه چې په نوکانو باندې رنګونه پورې کوي او دوی ورسره حساسیت ولري، نو په نوکانو کې یې دا ډول سپينې نښې راښکاره کېږي.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې د دې وجه فنګس هم ده، چې ګوتې اغېزمنې کوي، دا هم په نوکانو سپينې نښې راښکاره کوي، خو دا په عام ډول بیا د پښو په ګوتو کې راښکاره کېږي.

د پوستکي ناروغي یو بل هغه لامل دی چې په نوکانو داسې سپينې نښې راښکاره کېږي او همدا راز د کورونا ویروس ناروغۍ هم یو بل لامل دی، چې په نوکانو کې دا ډول نښې راښکاره کېږي

په دغه راپور کې زیات شوي دي، چې د کورونا ویروس یو له علامو څخه دا هم ګڼل شوې ده، د کورونا د ځینو ناروغانو د نوکانو رنګ نیمه سور کېږي او ځینې ناروغان له نورو ستونزو سره هم مخ کېږي. تراوسه پورې د دې لامل نه دی معلوم شوی چې ولې نوکان نیمه سره شي، خو دا بدلون هم کوي او ځینې وخت وړې وړې سپینې نښې هم ترې جوړېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …