کورپاڼه / خبرونه / شارجه کرکټ کونسل د افغانستان کرکټ بورډ ته یو ځانګړی دفتر ورکوي
حامد شینواری

شارجه کرکټ کونسل د افغانستان کرکټ بورډ ته یو ځانګړی دفتر ورکوي

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ډاکټر حامد شینواري د شارجه کرکټ کونسل له مسوولینو سره لیدلي دي او هغوی ورسره ژمنه کړې ده چې په یاد کونسل کې به افغانستان کرکټ بورډ ته یو ځانګړی دفتر ورکړي.

د کرکټ بورډ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: ((د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ښاغلي حامد شینواري د شارجه کرکټ کونسل له مشرانو هر یو د شارجه کرکټ اعلی سرپرست عبدالرحمن بوخاطر، د شارجه کرکټ کونسل چیرمین عیسی هلال الحزمي او د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ غړي ولید بوخاطر سره لیدنه ترسره کړه، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کرکټ په بېلابېلو برخو کې هوکړې ترسره کړې.))

په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((ښاغلي حامد شینواري او د شارجه کرکټ کونسل مسؤلینو په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا او د مرستو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړې. په دغه ناسته کې همدا راز د راتلونکو لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ته د شارجه کرکټ لوبغالي د ورکولو او د ملي لوبغاړو د ویزو د ستونزو د حل په تړاو خبرې وشوې.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د شارجه کرکټ کونسل مسؤلینو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ کولی شي د ملي لوبډلې ټولې نړیوالې لوبې په خپل کوربتوب په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي او هغوی ټینګار وکړ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو د ویزو ستونزو د حل په برخه کې به هم لازمه همکاري وکړي. همدارنګه هغوی په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د شارجه کرکټ کونسل به د افغانستان کرکټ بورډ ته په یاد کونسل کې یو ځانګړی دفتر هم ورکړي.

په خبرپاڼه کې د شارجه کرکټ د اعلی سرپرست له قوله لیکل شوي: ((خوښ یم چې د افغانستان کرکټ په تېرو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او په راتلونکې کې ورته د لا نورو بریاو هیله لرم.))

په راپور کې ویل شوي دي چې حامد شینواري د شارجه کرکټ کونل مسوولینو ته کابل ته د راتګ بلنه هم ورکړې ده، چې د هغوی له خوا منل شوې او ویلي یې دي چې په یو مناسب وخت کې به کابل ته سفر وکړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …