کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشتې دي
شېخ رشید

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشتې دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید له یو ټلویزیون سره په خپله مرکه کې ویلي دي، چې د طالبانو د کورنۍ غړي په پاکستان کې مېشت دي.

شېخ رشید چې د جیو ټلویزیون د سلیم ساپي سره یې مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وویل، چې د طالبانو د کورنۍ غړي په پاکستان کې مېشت دي، ټپیان یې پاکستان ته د درملنې لپاره ورځي او مړي یې هم پاکستان ته وړل کېږي او هلته خښېږي.

که څه هم پاکستاني چارواکي د طالبانو په ملاتړ په مرکو کې خبرې کوي، خو په حکومتي کچه بیا دوی له دې خبرې څخه انکار کوي چې شاه محمود قریشي په دې وروستیو کې  له یو افغان ټلویزون سره هم په خپلو خبرو کې له دې خبرو انکاري و، چې ګوا کې طالبان په پاکستان کې ژوند کوي.

په داسې وخت کې بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له خولې داسې خبرې کول، مهمې ګڼل کېږي او د افغان حکومت هغه خبرې یو ځل بیا رښتیا ګرځېږي، چې وايي طالبان په پاکستان کې مېشت دي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت دا هم ویلي و، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دوی په طالبانو واک نه لري او که چېرته طالبان په افغانستان کې واک ته رسېږي، نو دوی به ورسره خپلې ټولې لارې وتړي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …